ایا خلک لږ او کم سګریټ څکوی؟
د نویو موندنو له مخه چې د تنباکو د کنټرول په ژورنال کې خپاره شوی ، په ۸۸ هېوادونو کې څه باندې ۵۳ میلیونه خلکو د تنباکو د کنټرول د تدابیرو له امله د ۲۰۰۸ – ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ د سګرټو څکول بند کړی دی.
د احصایې له لارې، دا په دې مانا ده چې په ۴ کلنه دوره کې د ۲۲ میلیونو څخه زیات د سګرټ څکولو سره د تړاو د مړینې مخه نیول شوې ده.
دا څیړنه چې د جورج ټاون لومباردی د سرطان په جامع مرکز کې د څیړونکی له خوا ترسره شوې ده ، د دوی د پخوانی کار په اساس جوړ شوی چې په کې معلومه شوې ده چې د ۲۰۰۷ - ۲۰۱۰ کلونو تر منځ په ۴۱ هیوادونو کې د تنباکو د کنټرول د تدابیرو د پلی کولو له امله ۷،۴ میلیونه د سګرټو د څکولو په تړاو وژل شوی دی.
وروستۍ موندنې د نړیوال روغتیایی سازمان د تمباکو د کنټرول په اړه د چوکاټ کنوانسیون ( WHO FCTC ) زیاتیدونکی بریالیتوب ښیی.
په حقیقت کې ، د دې پروژې مشر څېړونکی ډاکټر ډیویډ لیوی یادونه کوی چې دوی کولای شی له هغو هېوادونو سره مرسته وکړی چې د دې پروژې په برخه کې د هغوی سره مرسته وکړی . کوم چې تر اوسه د تمباکو د کنټرول د ژوند خوندی کولو ګامونه نه دی تر سره کړی . په ښه توګه د عامې روغتیا پیاوړی اغیز چې دوی یې وړاندې کوی ، درک کړی.
د ۲۰۱۵ کال د جنوری د میاشت څخه ۱۸۶ برخه اخیستونکی هیوادونه ( د نړۍ د ۹۵،۸٪ وګړو استازیتوب کوی) د WHO FCTC تصویب کړی وو. د امریکا په شمول لس پاتې هیوادونه تر اوسه برخه نه اخلی.